په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي شنبه د لیندۍ په ۱۷مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: سږ کال د ماسټرۍ په کچه ۳۶ نوي پروګرامونه او د دوکتورا په کچه ۱۱ نوي پروګرامونه د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې جوړ شوي دي. ده زياته کړه: د ماسټرۍ د کورسونو له جملې څخه ٢٦ يې په دولتي پوهنتونونو او ١٠ يې په خصوصي پوهنتونونو کې تاسيس شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment